کورنيو چارو وزات د پلازمينې کابل هوا ککړونکو ته خبرداری ورکړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت او ښاروالۍ د ياد ښار د هغو ودانیو څښتنانو ته چې په وینا يې د هوا په ککړتیا کې لویه برخه لري خبرداری وکړی چې په خپلو ملکیتونو کې دې معیاري سوند مواد وکاروي.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل د ښاروالۍ مامورينو تيره ورځ د کابل ښار د ځینو استوګنزیو ښارګوټو، حمامونو، د خښتو جوړولو بټیو، تولیدي فابریکو، د ودونو سالونونو، سونا حوضونو او سوداګریزو مرکزونو څښتنانو سره په لیدنه کې د هوا د ککړتیا په اړه خبرې کړی.

د کورنیو چارو د وزارت لخوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغو ودانيو خاوندانو ته د روانې میاشتې تر اتمې نېټې پورې وخت ورکړل شوی تر څو د هوا د ککړتیا په برخه کې معیاري سون مواد وکاروي او په سوند ځایونو کې دې له فلټرونو څخه کار واخلي.

د راپورونو له مخې یوه نړیواله سروې ښيي چې په ۲۰۱۷ م کال کې په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله په لسګونو زره کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې چې سر غړوونکو سره به قانوني چلند کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button