بلخ: د ملي اردو او چټک غبرګون پر بيس موټربم برید عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۵، پنجشنبه)

د بلخ ولايت په پل بنګاله سيمه کې د ملي اردو او چټک غبرګون د ګډو ځواکونو پر بيس موټربم بريد عسکرو ته درانه تلفات اړولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دغه موټربم بريد نن د مرغومي پر ۵ نيټه سهار د څلورنيمو بجو په شاوخوا کې ترسره شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه موټربم بريد کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي، درې تنه نور ټپيان دي.

خو د بريد ځای ته نږدې سرچينې وايي، چاودنه ډيره قوي وه چې تر ليرې ليرې سيمو پورې يې اواز اوريدل شوی او د ملي اردو او چټک غبرګون ګڼو عسکرو ته يې تلفات اړولي دي.

د شمشاد خبري ادارې ته یوې امنیتي سرچينې ويلي، له موټربم بريد وروسته جګړه هم شوې چې په ترڅ کې يې د ۳۰ تنو په شاوخوا کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دولتي ځواکونو پر پوځي قرارګاوو او بيسونو ورته ډول بريدونه طالبان ترسره کوي خو تر دې دمه يې د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button