کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن د ټاکنډلو له لوري د ثبت شکایتونو د ارزونې بهير پيل کړ، د کمېسيون د معلوماتو له مخې څه کم ۱۷ زره شکایتونه ورسره ثبت شوي، چې نیمايي يې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ثبت کړي دي.
د شکايتونو کمېسیون وايي، شکایتونه زښت ډېر دي، خو هیله یې دا ده چې تر راتلونکو پنځلسو ورځو دا شکایتونه وارزولی شي.
د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې خبریالانو ته وویل، ټاکنډلو شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونه د کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ثبت کړي دي.
د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې خبریالانو ته وویل، ټاکنډلو شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونه د کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ثبت کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې روانې اوونۍ په پيل کې د کمېسيون له لوري د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې، چې د کانديدانو شورا له خوا يې له منلو انکار وشو او شکايتونو کمېسيون څخه یې وغوښتل چې په بې پرېتوب سره د شکايتونو ارزونه وکړي.
















