کابل ټکى کام (جمعه، ۶ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو دځینې غربي رسنیو او حکومتي چارواکو هغو ادعاوو ته کلک غبرګون ښودلی چې ګنې دوی په لغمان کې دطالبانو والي او ځینې نور طالب وسلوال وژلي دي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو نوي ټوېټ کې لیکلي،《نن مزدور دښمن ادعا کړې چې ګني په لغمان کې یې د یاد ولایت له پاره د اسلامي امارت والي صاحب په شهادت رسولی او ګڼو مجاهدینو ته یې تلفات اړولي دي.
مجاهد زیاته کړې، موږ دغه ادعا په کلکه ردوو، والي صاحب جوړ او په خپلو جهادي خدمتونو باندې بوخت دی، دښمن پروپاګند کوي》.
حکومتي مطبوعاتو دخپلو عسکرو دمورال ساتنې په پار وخت ناوخت ځینې درواغجنې ادعاوې کوي.
حتی داسې هم شوي چې د ځینې طالب قومندانانو دمرګ ادعا دوه او درې ځله شوې.

















