پاکستان: حکومت بيا له محکمې د جنرال باجوه د دندې غځولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (جمعه ۶ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان مرکزي حکومت د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي دي، چې د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه د دندې په اړه دې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

پاکستانۍ سترې محکمې تېره میاشت د جنرال باجوه د دندې د غځولو پرېکړه ونه منله. د پاکستان حکومت غواړي چې جنرال باجوه دې درې کاله نور هم د پوځ د مشر په توګه پاتې شي.

د راپورونو له مخې اوس د پاکستان حکومت سترې محکمې ته عریضه کړې چې “د تیرې میاشتې پرېکړه دې لغوه کړي او د عریضې ارزونې لپاره دې د قاضیانو یوه عالي کمیټه جوړه کړي”.

د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف سياسي مخالفين پرحکومت نيوکه کوي، چې حکومت د محکمې په چارو کې مداخله کوي او د عدليې خپلواکي ته احترام نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button