جاپان؛ افغانستان کې د وژل شوي ډاکټر ناکامورا خدمات ستایلي دي

کابل ټکى کام (شنبه، ۷ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

جاپان په افغانستان کې د وژل شوي ډاکټر ناکامورا د خدماتو د درناوي په خاطر د هغه کورنۍ ته دولتي ستاینلیک ورکړی دی.

د دې هیواد لومړي وزیر شینزو آبې په دغه مراسمو کې ویلي چې ناکامورا د جاپان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په جوړولو او پراخو عامه خدماتو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د جاپان حکومت د هغه د کارونو قدر او درناوی کوي او د هغه کورنۍ ته د لوړ حیثیت دولتي ستاینلیک ورکوي.

تیتسو ناکامورا جاپانی الاصل افغان وګړی و چې په ننګرهار ولایت کې یې له کلونو راهیسې په عامه برخه کې خدمات ترسره کول، نوموړی څه موده وړاندې په ننګرهار کې ووژل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button