لغمان: ترافیکي پېښه کې ۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
دراپورونو له مخې د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند سرخه کان سیمه کې د دوو مارسیډيز موټرو د ټکر له کبله د یوې ميرمنې په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د لغمان ولایت دمقام څخه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي, چې ياده پېښه نن شنبه، ۷ مرغومی، مازيګر مهال رامنځته شوې.
د راپورونو په اساس په پېښه کې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوي ، ۱۲ ماشومان او ۶ تنه لویان ټپیان شوي دي.



