کندز: د ګډو ځواکونو چاپو کې۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د کندز ولايت مرکز ته څېرمه ‘بزکندهاري’‌ سيمه کې د ګډو ځواکونو چاپو او تلاشۍ کې  ۱۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې له تيرو څو ورځو راهيسې ګډو ځواکونو په ياده سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو عمليات پیل کړي چې د هوايي بریدونو او د توپونو په وارونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغو بمباريو او بريدونو کې د ځاني زیانونو ترڅنګ ملکي وګړو ته زيانونه هم وراوښتي دی او د استوګنې ګڼ شمېر کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د هيواد په بېلابېلو سیمو کې د ملکی وګړو په کورونو چاپې او عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button