د تخار چارواکي: د طالبانو بريد کې اوولس اربکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۸، یکشن

د تخار ولايتي چارواکي وايي، چې تيره شپه طالبانو د دغه ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې اوولس اربکيان وژل شوي دي.

د تخار د والي وياند جواد هجري وايي، طالبانو تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط سيمه کې محلي پوليسو د قومندان ملک تاتار پر قرارګاه حمله کړې، چې په ترڅ کې يې اوولس محلي پوليس (اربکيان) وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

له بله پلوه طالبانو د بريد پخلی کړی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، د خواجه بهاءالدين په لاله ګذر سيمه کې طالبانو پر دوو قرارګاوو بريدونه کړي چې د قومندان عیسی په شمول يوويشت عسکر پکې وژل شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا: (تیره شپه د تخار خواجه بهاء الدین ولسوالۍ لاله ګذر سیمه کې د مزدور دښمن په۲ قرارګاوو بریدونه وشول. د بریدونو په نیتجه کې د مهم قومندان(عیسی) په شمول ۲۱ عسکر ووژل شول، یوشمیر نور ژوبل شوي).

طالب وياند زياتوي، د بريدونو په پایله کې ځينې وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او طالبانو ته زيان نه دی رسيدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button