امريکا: د یوه یهودي عالم په کور کې پنځه تنه په چړو وهل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۸، یکشنبه)

د راپورونو له مخې، د امريکا په نيویارک ایالت کې پر یهوديانو د چړې بريد پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د نيويارک پوليس وايي، دغه بريد د یوه یهودي عالم په کور کې پر یهوديانو شوی چې پنځه تنه پکې سخت ټپيان شوي دي.

د ارتودوکس یهودانو شورا ويلي، په یاد کوې کې د هانوکا په نوم مراسم ترسره کېدل چې بريد ترسره شوی دی.

تر اوسه د بريد لامل نه دی په ډاګه شوی او دا هم نه دي ويل شوي چې بريد د چا له لوري شوی او نيول شوی که نه دی خو پوليس وايي، په اړه يې څيړنې او پلټنې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button