امريکايي سناتوره: د امريکا سنا باید د افغانستان جګړې ختمولو او ژر پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۸، یکشنبه)
د امريکا متحده ایالاتو د سنا مجلس یوې غړې ويلي چې د (امريکا سنا) بايد د افغانستان جګړې د ژر پای رسولو لپاره هڅې وکړي.
د امريکا د سنا غړې کرستېن جيليبرند د افغانستان جګړه د امريکا تر ټولو اوږده جګړه بللې په وينا يې د يادې جګړې په اړه حقيقتونه پټيږي.
جيليبرند د امريکا له سنا غوښتي چې د افغانستان جګړې د ژر پای ته رسولو ، ارزونې او حقيقتونو ښکاره کولو لپاره دې ځانګړي مجلسونه جوړ او یادې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د سنا غړې وايي، امريکايي نظاميان هم د دغه جګړې په ماهيت نه پوهيږي او هرڅه په مبهمه توګه روان دي چې بايد روښانه شي.
په وروستيو کې د عامو امريکايانو په شمول، سياستوال، نظاميان او آن ځينې حکومتي چارواکي هم په افغانستان کې د امریکا له جګړې سره مخالفت څرګندوي او له افغانستانه د خپلو پوځيانو ستنول غواړي.


