د آزادې مبارزې افغان اتل خپل روسی سيال مات کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۸، یکشنبه)

د افغانستان د جوجیتسو او آزادې مبارزې مشهور لوبغاړي حسین بخش صفري پرون Figh Nights Global په سياليو کې د خپل روسي سيال پيټر برګ پر وړاندې مقابله وکړه.

دغه لوبه چې د روسيې په ادرينالين لوبغالي کې ترسره شوه، افغان اتل د درې پړاوونو په ترسره کولو وګټله.

افغان لوبغاړي حسین بخش صفري په ۶۳ کيلو ګرامه او روسي لوبغاړي پيټربرګټ په ۶۱ کيلو ګرامه وزن کې سيالۍ وکړې.

افغان اتل تر دې مخکې هم د روسيې او اردن لوبغاړو سره مسابقې کړي او تر اوسه يې څلور سيالۍ ګټلي یوه يې بايللې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button