د پاکستان پخوانی سفير: پر کنړ او کابل سندونو د اوبو ديارلس بندونه جوړيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۸، یکشنبه)

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي، چې د کابل حکومت پلان لري څو د کنړ او کابل پر سندونو ديارلس د اوبو بندونه جوړ کړي.

د مومند په وينا، دا چې په پاکستان کې ډيرې سيمې د خپلې اړتيا وړ اوبه له کابل سيند څخه پوره کوي نو د دغه بندونو جوړيدو سره پاکستان له ستر بحران سره مخ کيدلی شي.

نوموړی وايي، پاکستان ته پکار دي چې لکه د هند په څير افغانستان سره هم د اوبو پر سر هوکړو ته ورسيږي او د دغه بحران مخنیوی وکړي.

 دافغانستان دروانو اوبو له جملې څخه %١١ دپاکستان خاورې ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته %٧٩ دهيواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي .

مربوطه مطالب

Back to top button