بنګله دېش کې د سړې هوا له کبله پنځوس تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)

د راپورونو له مخې، په بنګله دېش کې روغتيايي چارواکي وايي چې دغه هيواد کې د سړې هوا له کبله پنځوس کسانو ژوند له لاسه  ورکړی دی.

پرون د مرغومي په ۸ نيټه د بنګله دېش په سرحدي ښار تيتوليا کې د سانتیګراد پر اساد د هوا درجه ۵.۴ ته ښکته شوې وه.

د چارواکو په وينا، د روان کال نومبر مياشتې له لومړۍ د دسمبر تر ۲۸ نيټې پورې دغه هيواد کې د سړې هوا له کبله اووه تنه د سختې تنفسي ناروغۍ له کبله او ۳۳ تنه نور د نس ناستي ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د روغتيايي مسؤولينو په وينا، لا هم ډيری کسان د یخنۍ له کبله په بيلابيلو ډوله ناروغيو اخته کيږي چې روغتونونو کې يې تداوۍ روانې دي.

د دغه هيواد د هوا پيژندنې ادارې ويلي، چې څو نورې ورځې به هم په بنګله دېش کې د سړې هوا څپه دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button