نشنل انټرسټ: د واشنګټن پوسټ اسناد د امریکا لپاره درس دی چې باید افغان جګړه ختمه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)

له امريکا څخه خپريدونکې نشنل انټرسټ نشريه لیکي، په افغانستان کې د امریکا د ماتې ستر لامل دغه هيواد کې روښانه تګلاره نه لرل و.

په مطلب کې راغلي، په داسې حال کې چې امريکا د ستونزې اصلي رېښه نه وه پېژندلې پر افغانستان يې د بريد پلان جوړ کړ.

نشنل انټرسټ ليکي، د افغانستان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ اسناد د امریکا لپاره ستر درس دی چې باید نور دغه بې هدفه او ناکامه جګړه ختمه کړي.

یاده نشريې ليکلي، د واشنګټن پوسټ خپاره کړي اسنادو کې د ۲۰۱۴م کال مخکې معلومات خپاره شوي، دا چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته امريکا او نظاميانو يې په افغانستان کې څومره تېروتنې کړي لا يې په اړه يې معلومات نه دي خپاره شوي.

د ليکوال په وينا، امريکا دې د تېروتنو له اوږدولو لاس واخلي او لکه د ويتنام په څير دې له افغانستانه هم خپل عسکر اوباسي.

د واشنګتن پوسټ په خپرو کړیو اسنادو کې ويل شوي چې امريکايي نظاميانو، چارواکو او ولسشمرانو په افغانستان کې د جګړې په اړه خلکو او په ځانګړي توګه عامو امريکايانو ته درواغ ويلي دي.

په وروستيو کې د امريکا زياته برخه عوام، سياستوال او آن نظاميان هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پاتې کېدل نه غواړي او له حکومته غواړي چې عسکر يې بيرته امریکا ته ستانه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button