هرات: د جامع جومات خطيب خپلو پلويانو ته امر کړی، چې مجرمينو ته سزا ورکړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د هرات د ګزرګاه جامع جومات خطيب مولوي مجیب الرحمن انصاري خپلو پلویانو ته امر کړی، چې د اسلامي قانون پلي کولو کې دې د حکومت پرېکړې ته انتظار نه کوي، بلکې مجرمينو ته دې سزا ورکړي.

ښاغلي انصاري خبرداری ورکړی چې که له دې وروسته څوک غلا، قتل، شراب څښل او نور جرمونه وکړي ، نو د دوی د ملاتړو لخوا به ورته سزا ورکړل شي، د نوموړي په خبره: “که غل ونیول شي نو باید دارالافتا ته یوړل شي که دارالافتا وویل چې لاس یې غوڅ کړئ، نو که ټول بشري حقونه یې ترشا وي هم لاس یې باید غوڅ شي”.

ښاغلی انصاري ټينګار کوي، چې له دې وروسته به یې د حکومتي چارواکو لخوا د لاسونو ښکلول د اسلامي قانون پلي کولو مخه ونه نیسي.

ورته مهال د هرات والي’ عبدالقیوم رحیمي’ وايي چې ښاغلی انصاري یې ملګری دی او نه غواړي چې ورسره مخ شي، نوموړي زياته کړه: “که تاسو غواړئ ماله ديني عالم مجیب الرحمن سره مواجه کړئ، زه دا کار نه کوم هغه زما ملګری دی.”

د ياونې وړ ده چې د افغانستان په قضائي ارګانونو تور دی، چې مجرمينو ته لازمې سزاګانې نه ورکوي او د رشوت په بدل کې په سنګينو جرمونو تورن ته هم برأت وركوي.

مربوطه مطالب

Back to top button