راپورتاژ: عبدالرحمن
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)
له تيرو څو ورځو راهيسې ځينې اژانسونه او رسنۍ راپورونه ورکوي چې طالبان له امريکا سره د لس ورځني اوربند ته اماده شوي او په دې اړه يې په خپلو منځونو کې سلامشورې پيل کړي دي.
اسوشيټيډ پرس د ځينو طالب مشرانو له قوله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي ليکي، د طالبانو د قطر مذاکره کوونکې ډلې له خپل مشرتابه سره له تيرې يوې اوونۍ راهيسې د اوربند په اړه مشورې پيل کړي خو تر اوسه د اوربند موده او د پلي کيدو نيټه نه ده په ډاګه شوې.
سرچينه ليکي، چې د افغانستان سولې په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد طالبانو سره په تيرو ملاقاتونو کې د لس ورځني اوربند وړانديز کړی و.
دغه راز بي بي سي راډيو هم د اوربند په اړه په خپل تازه راپور کې ليکي، چې د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تيره اوونۍ پاکستان ته تللی او هلته يې له خپلو مشرانو سره د اوربند په اړه سلامشورې کړي دي.
تر دې مخکې کابل نيوز، شمشاد او ځينو نورو کورنيو خبري ادارو هم د سرچينو له قوله راپورونه ورکړي چې ځينو د لس ورځني اوربند او ځينو نورو بيا د اووه ورځني اوربند خبره کړې چې طالبان او امريکا پرې یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.
که څه هم طالب چارواکو یا وياندويانو تر اوسه د اوربند په اړه په رسمي توګه څرګندونې نه دي کړي خو تيره ورځ د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته نږدې سرچينو کابل ټکی کام ته وويل، چې امريکایانو سره د اوربند په اړه هيڅ خبره نه ده شوې بلکې د بريدونو د کمښت او تاوتریخوالي پر کمېدو بحثونه شوي دي.
د سرچينې په وينا:( تر اوسه له امریکایانو سره په همدې موضوع هم توافق او نهایي فیصله نه ده شوې، البته امارت په خپل اړخ کې لا هم مشورې لري، نهایي خبره به وروسته اعلان شي، هیله ده تر هغو ذهنونه مغشوش نکړو او ناسم خبرونه لاس په لاس نکړو).
طالبانو سره د امريکا مذاکراتي پلاوي هم په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون ناوخته د ورته ډول راپورونو په اړه غبرګون وښود.
ښاغلي سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټرپاڼه وليکل، ځينې رسنۍ د آوازو پر اساس راپورونه خپروي چې حقیقت نلري. البته کله چې څه وي، موږ یې حتما خپل ولس اوميډيا سره شریکوو. رسنۍ دې غیر تصدیق شوي راپورونه، نه خپروي.