پنټاګون وايي، عراق او شام کې يې د ایران پلوه (حزب الله لواء) مرکزونه په نښه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)

د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، په عراق او سوريه کې يې د ايران پلوه (حزب الله لواء) مرکزونه په نښه کړي دي.

د امریکا  د دفاع وزارت وياند جونتن هفمين وايي، په عراق کې د یادې ډلې درې او په شام کې دوه مرکزونه د توغنديزو بريدونو هدف ګرځولي چې په ترڅ کې يې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

امريکا وايي، دغه بريدونه يې د هغه راکټي بريد ځواب و چې څو ورځې وړاندې د يادې ډلې له خوا د عراق په کرکوک ښار کې ترسره او پکې یو امريکايي ووژل شو او څو نور ټپيان شول.

د حزب الله لواء ته نږدې سرچينو ويلي چې د امریکا په دغه بريدونو کې د يادې لواء دولس وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

حزب الله د شيعه مليشو وسله وال تنظيم دی چې په عراق، لبنان او سوریه کې فعاليتونه کوي او د امريکا د سپاه پاسداران قوي ملاتړ له ځان سره لري.

مربوطه مطالب

Back to top button