(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ترټولو ستر پوځي مرکز توغنديز بریدونه شوي چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، چې د طالبانو له خوا دوه ځلې بګرام هوايي ډګر تر توغنديزو بريدونو لاندې راغلی زياتوي (تیره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې دامریکایي اشغالګرو تر ټولو لویه ځاله ده، دوه ځلې توغندیز بریدونه ترسره شول. اشغالګرو ته درانه ځاني اومالي تلفات اوښتي).
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان يوې امنيتي سرچينې دغه برید تاييد خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
وخت ناوخت پر بګرام هوايي ډګر د طالبانو بريدونو کې بهرنیانو ته تلفات اوړي چې هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې پټ ساتي.


















