یمن: د پوځيانو په فراغت غونډه کې چاودنه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

په یمن کې د پوځیانو د فراغت په مراسمو کې  چاودنه شوې

دراپورونو له مخې  چاودنه د ياد هيواد د “الضالع”  په ښار کې د پوځي‌ قرارګاه په منځ کې  شوې ده.

عیني‌ شاهدانو د “رویټرز خبري‌ اژانس” ته ویلي‌ دي‌ چې چاودنه  په دې مراسمو کې د ګډون کوونکو لوړ رتبه  میلمنو ته  په ځانګړې  شوې خونه کې رامنځته شوې ده.

د الجزيره د راپور له مخې  په دې  چاودنه کې  ۷ تنه وژل شوي    او ګن شمیر نور ټپیان شوي‌ دي.

ديادونې وړ ده چې د برید مسئولیت  تر اوسه پورې  کومې وسلوالې  ډلې نه په غاړه  نه دی اخیستی خو کلونه کيږي چې په يمن کې حوثي وسلوال دحکومتي عسکرو او سعودي پوځيانو سره په جګړه اخته دي.

مربوطه مطالب

Back to top button