ډاکټر یوسف اکبري
نن د مرغومي شپږمه پر ګران هیواد افغانستان باندې د شوروي د ظالمانه او غیر انساني تیري کلیزه ده، په دې ورځ شوروي اتحاد د 130 زره وحشي صفته سرتیري په واسطه پر افغانستان یرغل وکړ، شوروي اتحاد د ثور کودتاه له اوومې وروسته، د خپلو افغاني غلامو تالي څټو خلقیانو او پرچمیانو تر ټولو مهم ملاتړی حسابیدو، چې د 1358 کال د مرغومي په شپږمه یې د دې ګوډاګي حکومت د حتمي نسکوریدا نه د ژغورنې په موخه د افغانستان د مظلومو او مقهورو خلکو پر وړاندې په پراخه جګړه لاس پورې کړ او خپل یو ناچله او پوچ ګوډاګی حفیظ الله امین چې ویې نشوای کړای د ملي قیام پر وړاندې تاب راوړي لومړی کلابند له مینځه یووړ، او پر ځای خپل پوخ غلام او تالي څټي ببرک کارمل د قدرت پر ګډۍ کښیناوه، دغو وینو څښونکو نا افغانانو (خلقیانو او پرچمیانو تر این دمخه خپل یو بل مشر د همدغه خاین امین په لاس په خورا کرکجن ډول وژلی و، د ناروا قدرت دغو بې دینه وږو او تږو وحشیانو هم د خپل مظلوم او بیچاره ملت پر وژلوو خصوصا دیني عالمانو او خانانو له وژلو خوند اخیستو تر څنګ یې د سپیو په څیر پخپلو کې هم یو بل داسې وداړل چې بالآخره یې ځواک نور هم کمزوری شو، نو ځکه یې د دوی په اصطلاح ځانونه نور د خپل انترناسیونالیستي بادار په قفس کې ځانونه خوندي او آزاد محسوسول، همدا و چې د کمونستو غویانو د کودتا څخه تر یوه کال او نهه میاشتو تر تیریدو وروسته د مرغومي په شپږمه قطبي خرسانو سرو لښکرو پر افغانستان هجوم یوړ،
د قطبي خرسانو مهاجمانو خپل رفیقانه تیری لومړی د یوه قانوني دولت د بلنې پر بنا عنوان کړ، او افغانستان ته له ننوتلو وروسته یې په خپل لومړی اقدام کې یې خپل یو شمیر خلقي او پرچمي غلامان له تیغه تیر کړل، دا قصابي یې د دارالامان په قصر کې چې د خاین امین مقر و ترسره کړل، په دې عملیاتو کې د کی جی بي د زینت ډلې 700 سرتیرو برخه درلوده، خاین امین او ملاتړی یې د لیونو سپیو په څیر ووژل، او له قطبي خرسانو هم نږدی 10 سرتیري د عملیاتو د قوماندان په شمول مردار او جهنم ته واستول شول، او په دې سره د خاین امین د قدرت ګدۍ نسکوره کړای شوه، او پر ځای یې د شورویانو اصیل بچی ببرک کارمل د قدرت په ګدۍ کینول شو، او په څنګ کې ورسره فاحشه اناهیتا راتب زاد، ځناور صفته وطنجار، خرمجازه ګلابزوی، سپی صفته محمود بریالی او خنزیر صفته سروري او نور چې له شوروي نه د ټانکونو په سر افغانستان ته راوړل شوي وو د قدرت په ګدۍ تکیه ووهله.
د روسیې ډیری لیکوالان او سیاسي شنونکو د شوروي د جنازي له وتلو وروسته ولیکل چې د جدی له شپږمې او د شوروي یرغل دمخه د افغانستان منحوسو خلقیانو او پرچمیانو نږدې 14 ځله د شوروي له رهبرانو په رسمي توګه غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته خپل ځواکونه واستوي، خو هغه مهال د شوروي کمونست ګوند رهبرۍ د دې تالي څټو دغو غوښتنو ته د افغانستان د زمري بچیانو له ویرې مثبت ځواب نشوای ویلای.
پر افغانستان د شوروي تیري نړي ته ټکان ورکړ، د ملګرو ملتو عمومي اسامبلۍ، د ملګرو ملتو د امنیت شورا، اسلامي کنفرانس، د اروپا او افریقا او عربو اتحادیو او په زرګونو سیاسي ګوندونو دغه تیری محکوم او وغندلو، او د افغانستان له خاوري د شوروي سرتیرو د سملاسي وتلو غوښتونکي شول، آن تر دې چې په اروپا کې کمونستي ګوندونو هم چې د شروري پلوي ګوندونه وو دغه تیري په کلکه وغانده، او دا یې د نترناسیونالیست د فکر خلاف عمل وباله، په فرانسې او ایټالیې کې دوه کمونستو ګوندونو چې مشري یې ژورژمارشه او برلینګویر کوله چې په اروپا کې د شورویانو په پلوۍ یې شهرت درلود هم دغه تیری محکوم کړ او دا یې د کمونیستي اصولو خلاف عمل وګڼلو.
د افغانی غویانو په لاس د غویی کودتا نه وروسته د هیواد په ډیری سیمو کې پاڅونونه او د نوی حاکمیت پر وړاندې خوځښتونو سرونه راپورته کړل، او له 5 تر 6 ملیونو بیګنا افغانان د دې غلام رژیم او د بادارانو د استخباراتو د شبکو له وحشتناکو اعمالو له ویرې چې پر هیڅ فرد او هیڅ طبقه یې هیڅ ډول رحم نه درلود، ایران او پاکستان ته مهاجر شول، او له پاکستان او ایران نه جهادي ګوندونو په تش لاس خو د ایمان په غښتلې وسله د شوروي اتحاد د قطبي خرسانو د سرتیرو او د هغوی د غلامو افغاني غویانو پر وړاندې پر وسله واله مبارزه لاس پورې کړ، د برژنف له مړینې وروسته اندروپوف واک ته ورسید، او په دې وپوهید چې روان کړي جنګ د جنګ له لار نشي له مینځه وړلای، او باید خپل لښکر په عزت سره له دغې خاورې وباسي، ځکه متیقن شو چې نشي کولای د خپلو افغاني بړیڅو (خلقیانو او پرچمیانو) د افغانانو پر وړاندې دفاع وکړای شي، خو مخکې له دې خپل فوځونه وباسي خپله ورڅخه روح ووت، او دا ارمان یې ګور ته یوړ، ورپسی چرنینکو د


















