
افغانستان کي دکرني په برخه کي موجود ظرفیتونه.!
لیکوال: انجینر مطیع الله (حلیمي)
افغانستان دآسیا په کچه دپراخوالي له اړخه دولسم هیواد دی مګر دنفوس له اړخه دنسبتا کم نفوس لرونکو هیوادونو څخه یي بللی سو خوله بده مرغه له جغرافیوي پراخوالي اودنفوس دکموالي سره سره افغان ملت دخوړو له کمشت اوپه دي برخه کي نوروپوري له تړاوه ځوریږي.
نوپوښتنه داده چي ايا موجوده جغرافیه داظرفیت اووړتیانلري چي پکي میشت وګړي په نس ماړه سي اوکه په دي خاوره کي له پرتوظرفیتونو پوره ګټه نده پورته سوي؟.
په ځواب کي باید ووایو، داموږیوچي نه یوتوانیدلي له خپلو شتمنیو موثره ګټه پورته کړو. اوزه باورلرم چي ډیری داړوندو چارو څیړونکي اوپوهان به زماسره په دي ځواب کي اتفاق دنظر لري.
خوداچي کوم عوامل یاڅوک ددي سبب سوي چي لاهم زموږ دکرني برخه ونسي کړاي دهیواد دننه دخوراکي توکو اړتیا پوره کړي، هغه موضوع اوبحث دی که په موجوده لیکنه کي ځاي ورکړو نولیکنه به موخورا اوږده سي نوله همدي امله به یوازي په ګران هیواد کي دکرني په برخه کي موجودو ظرفیتونو اووړتیاوو ته په لنډو اشاره وکړو چي یاخو موثره ګټه نه تري اخیستل کیږي اویاهم پخپل حال پاته دي او هيڅ ډول ګټه نه تري پورته کیږي. ددي موضوع دلاروښانه کولو په موخه غواړم دکرني په برخه کي دافغانستان زیني ځانګړني په ګوته کړم چي که ګټه اخستني ته يي کاروسي نوکولی سی په دغه برخه کي په زړه پوري فرصتونه رامنځته کړي
۱ دافغانستان داوبوسرچیني: که په هیوادکي دکرني اړوند پرستونزو بحث کیږي نوډیری کرنیزوځمکوته کافي اوبه نرسیدل پکی دسرموضوع وي. خوداپدي معنا نده چي افغانستان کافي اوبه نلري، بلکي اساسي خبره داده چي له اوبو څخه يي موثره ګټه نده پورته سوي. کنه افغانستان دسیمي په کچه داکمساري ځانګړنه لري چي نږدي ټولي داوبوسرچيني يي دکوردننه سراخلي اوداسي هیڅ دپام وړداوبوسرچينه نسته چي له بهره څخه وي اوياپکي افغانانوته دګټي اخيستني قانوني محدودیت موجود وي. داهغه څه دي چي دسیمي ډیری هیوادونه تري بي برخي دي اوپدي برخه کي لکه دافغانستان په څیرپه ځان بسیا نه دي.
بلخوادافغانستان اوبه داځانګرنه هم لري چي له لوړو څخه په ځانګړي شیب راشکته کیږي چي له یوخوا کولی سي ډیره انرژي تولید کړي له بلي خوا دا اسانه وي چي پراخو کرنیزوسیموته هدایت سي چي ډیری يي له بده مرغه اوسمهال ددشتو په نوم یادیږي اود له شوره دډکو سیندونو غږ اوري، ننداره يي کوي خوتنده پري نسي ماتولی. نوکه په ګران هیواد کي دکرني په برخه کي داوبومدیریت اوموثره استعمال ته کاروسي، نوپه لنډه موده کي به دسترو مثبت بدلون شاهدان یو.
۲ دکرنیزو ځمکودتولیداتولوړولوظرفیت: په ټوله کي دافغانستان کرني برخه دوه ډوله کولی سی حاصلات اوتولیدات لوړکړي چي یوته يي افقي وده ویل کیږي یعني دکرنیزوځمکو افقي پراخوالی دی چي په دي برخه کي زموږ دهیواد اوبه مهم رول لوبوي چي په لومړيوکي موورته اشاره وکړه، اوبل ډول يي عمودي وده ده یعني دحاصلاتوزیاتوالی په موجوده ځمکوکي، دافغانستان کرنیزي ځمکي سره لدي چي په افقي وده کي داظرفیت لري چي پراخي سیمي کرکیلي ته چمتوسي همداراز داظرفیت هم په لویه کچه لري چي دموجوده ځمکو حاصلات دپام وړ لوړ سي. یعني که موجوده کرنیزو ځمکوته کافي سره ورسیږي، اصلاح تخمونه وکرل سی، دناروغیودرملنه اومخنیوی يی وسي، بزګران فني زده کړي ترلاسه کړي، معاصرماشین آلاتوڅخه استفاده وسي اوداسي نور داړتیاوړ ګامونه واخیستل سي نو ان شاالله سره لدي چي موږ به داړینوخوراکي توکو وارداتوته لکه وړه یاغنم اړتیا ونلرو، بکلي بهرته به يي هم صادرولی سو.
۳ دافغانستان اقلیمي تنوع: دګران هیواد دلوړاوزورو څخه جوړه پاکه غیږ که له یوخوا تل خپلو بچوته په نظامي ډګرکي نه ماتیدوونکي سنګرونه بلل کیږي بلخواهمدا لوړي اوزوري ددي لامل سوي چي افغانستان متنوع اقلیم لروونکی هیواد اووسي اواقلیم په کرنه کي یومهم اصل دی اوهرنبات دخپل اړتیاوړ اقلیمي محدوده کي وده کوي. نوداد افغان خاوري دکرني په برخه بله ځانګرنه ده چي متنوع اقلیم لري اوداددي لامل سوی چي متنوع کرنیزمحصولات تولیدکړای سو اوداقلیم له اړخه په یوډول کرنیزومحصولاتوپوري ونه تړل سو. دبیلګي په توګه که دهیواد ځیني سویل ختیځي سیمي دهند سمندر دهوا ترګرموڅپولاندي راځي اوهلته يي دستروس میوو تولیدات او وده ممکنه کړي. نوبلخوا بیادهیواد شمالي سیمي په ژمي کي دسایبریا دیخوڅپو کوربه وي چي همدا سوړ ژمی ددي لامل سوی چي دنوموړي سیمي ځیني کرنیزمحصولات لکه خټکي اوبادام نړیوال محبوبیت اوشهرت ومومي همداراز که دقندهار انار اودوردګومڼي یادوو نوهم دهغه سیموددځانګړي اقلیم له برکته دي.
نودهیواد دغه ځانګرنه بل هغه ځانګړی فرصت دی چي کولی سي دکوردننه اوبهرکافي بازار اومارکیټ ولري. مثلا دننګرهار اولغمان ستروس میوي(مالټه، کینو،نارنج او…) اړتیانلري چي بهرته صادرسي بلکي دکوردننه دهیواد په نوروبرخوکی داړتیاوړبازارلرلی سي زکه دهیواد په نورسیموکي دمیوو یادي کورنۍ دتولیدلپاره اقلیمي شرایط برابرندي. همداراز له هیواده بهر موږکولی سو خپل انار دعربو ترمارکیټونو،بادام مودهند تربازارونو، جلغوزي مودچين اوروسي ترمارکیټونه او… ته ورسو یعني زموږ متنوع محصولات ددي لامل کیږي دمارکیټ له اړخه په یوه سيمه یامارکیټ پوري محدود نسو.
۴ دافغانستان جغرافیوي موقیعت: موږ دموقیعت له اړخه هم په داسي سیمه کي پراته یو چي په هره برخه کي ځانګړي فرصتونه پکي نغشتي دي. خودکرني په برخه کي يي لویه ځانګړنه داده چي موږ هغوبازارونوته تقریبا څیرمه موقیعت لرو کوم چي زموږ دکرنیزو تولیداتو دجذب لپاره ډیرظرفیت لري دبیلګي په توګه دخلیجي هیوادونو بازارونه، دهند بازار، دچین بازار اودمنځنۍ آسیا اوروسي بازارونه یادولی سو.
همداراز داسي نورډیرظرفیتونه دي چي پدي خاوره کي دکرني په برخه کي نغشتي دي اوموږيي یوازي مثالي بڼه وړاندي کړه، نوداچي له دي هرڅه سره سره داولس په داسي بد حالت کي دی، دامعنا لري چي موږ دخپل هیواد او ولس پروړاندي مسولیت ندی اداکړی یاکه ووایو دتیروڅولسیزو بهرني یرغلونو اودسیسوهم افغانانو ته داموقع ورنکړه چي دخداي (ج) ورکړي نعمتونو څخه پوره ګټه پورته کړي چي ددي لړۍ ترټولوخطرناک يي روان ۱۸ کلن غربي اشغال دی چي دشرارت یوه برخه یي داده چي افغان ولس په درد خوړونکي کدرونه اوپواهان يي ترورستي حده وځپل اوداړوندو چاروله صحني څخه يي ویستل اوهمداراز په ټول توان هڅه کوي له افغان ولس په ځانګړي توګه دځوان نسل پرځان باور احساس لمنځه یوسي اوپرځاي يي ورته دمهتاجي، بي وسي اوبلاخره دغلامۍ روحیه ورته تلقین کړي.
خوزه باور لرم چي ان شاالله دا اشغالګربه هم خپل داډول شوم ارمانونه له ځان سره واشنګټن اوبياګورته یوسي اوددغه وحشیانو په شړلوسره به افغانان دافرصت ترلاسه کوي چي په یوخپلواک چاپیریال کي ددي ولس اوهیواد ټپونه پټۍ کړي.
په پاي کي زه دیوکشرافغان په توګه دهیواد ځوانانوته داورپه یادوم چي موږباید دخپلي خاوري په ودانولوکي پرځان باورولرو اوهمدي ځان باورۍ پرمټ خلکوپرخاوره څه چي پراوبوکي کروندي جوړي کړي(هایدروپونیک) نوموږبه ولي ونسوګړای له خپلي خاوري ګټه پورته کړو.



