کابل ټکى کام (دوشنبه، ۹ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د کابل ادارې مشر اشرف غني داځل افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړی دی.
د کابل نیوز د رپوټ په اساس، غني دا مډال باس ته د هغه د خدمتونو د ستاینې په پار ورکړی او هغه یې مننه کړې ده.
اشرف غني د خپل واک په دوام ډیری امریکایي جنرالان او دځینې هیوادونو سفیران د وتلیو افغاني څېرو په مډالونو نازولي دي.
په همدغه اساس، ډیری ځوانان په ده نیوکه کوي چې ګنې خپلې اتلولۍ او تاریخي ویاړونه پلوري، او غواړي په دې بهانه بهرنیو استعمارګرو ته ځان وفادار وښیي ترڅو یې د واک پر ګدۍ پرېږدي.

















