د سوريې جګړه کې له شل زره زيات کسان لادرکه او پنځوس زره وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۰، سه شنبه)

د راپورونو له مخې، د سوريې په تيره نهه کلنه جګړه کې له پنځوس زره څخه زيات کسان وژل شوي او لسګونه زره نور لادرکه شوي دي.

دغه څرګندونې د سره صليب نړیوالې ادارې  چارواکو له روسي رسنیو سره په خبرو کې کړي زياتوي په دغه جګړه کې د لسګونه زره کسانو د وژل کيدو تر څنګ ۲۲ زره تنه نور لادرکه دي.

سرچينه کاږي، په دغه جګړه کې ميليونونه وګړي بې ځایه شوي او لسګونه زره نور تښتول شوي هم دي.

دوی وايي، د سوريې جګړه خورا خونړۍ او د ملکي وګړو د مرګ پلې پر اساس ډير بوږونکې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button