د عراق لومړي وزير پر خپله خاوره د امریکا هوايي بريدونه غندلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۰، سه شنبه)
د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي په دغه هيواد کې پر حزب الله ډلې د امريکا هوايي بريدونه غندلي دي.
عادل عبدالمهدي ويلي، پر حزب الله ډلې هوايي بريدونه د دغه هیواد له ملي واکمنۍ سرغړونه بللې زياتوي چې نه غواړي هيواد يې د سيمه ييزې يا نړيوالې جګړې په ميدان بدل شي.
نوموړی وايي، د بريد مخکې ورته د امریکا دفاع وزير د دغه بريد خبر ورکړی و چې ده ورته ويلي و چې دا کار به شخړه نوره هم پراخه کړي.
امريکا وړمه ورځ په عراق او سوريه کې د کتایب حزب الله شيعه ډلې مرکزونه په نښه کړل چې په ترڅ کې يې تر پنځه ويشت پورې کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
امريکا وايي، دا بريد يې د هغه حمله ځواب و چې د دسمبر پر اووه ويشتمه د حزب الله توغنديزو بريدونو له کبله پکې یو امريکايي قراردادي ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول.
حزب الله په ۲۰۰۷م کال کې جوړه شوې او د امريکا له خوا ورباندې تور پورې کېږي چې د ايران قدس ځواکونه يې ملاتړ کوي او هغوی سره پخې اړيکې لري.
ايران دغه بريد غندلی او حزب الله ډلې ویلي چې د دوی پر مرکزونو د ترسره شوي بريد غچ به واخلي.



