جوزجان: طالبانو د درزاب ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۰، سه شنبه)
له تيرو څو مياشتو راهيسې طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د درې سوه په شاوخوا کې دولتي ځواکونه کلابند کړي و چې بالاخره تيره شپه له یادې ولسوالۍ په بشپړه توګه وتلي او ولسوالۍ يې طالبانو ته خوشې کړې ده.
ځايي امنيتي مسؤولين وايي، د یادې ولسوالۍ په بازار کې کلابند عسکر د چورلکو په مټ ايستل شوي دي.
د په ولسي جرګه کې د جوزجان استازې حليمه صدف وايي، چې امنيتي مسؤولينو له سلا مشورو وروسته له یادې ولسوالۍ ټول نظامي پرسونل ټول کړی او دا مهال ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلې ده.
په عين حال کې د جوزجان د والي وياند معروف آذر هم مني چې ټول ځواکونه له درزاب ايستل شوي او فارياب مرکز ميمنې ته وړل شوي چې له هغې ځايه به جوزجان ته ستنيږي.
ځايي اوسيدونکي وايي، امنيتي ځواکونو ځينې تجهيزات له ځان سره وړي او ځينو نورو ته يې اور اچولی دی.
له تيرو څو مياشتو راهيسې په جوزجان کې د طالبانو پر خلاف وخت پر وخت عملیات کيدل خو په وروستيو کې طالبانو سلګونه دولتي ځواکونه کلابند کړي و او پر هغوی به يې په وقفه يي توګه بريدونه کول.
د ولسي جرګې غړې صدف وايي، سږ کال طالبانو په دغه ولايت کې د قوش تپه او خم آب ولسوالۍ نيولي او درې نورې ولسوالۍ چې تر کلابندۍ لاندې دي، ښايي سقوط وکړي.



