ننګرهار کې ګڼ داعش وسله وال اسلامي امارت ته تسلیم شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۱ل)

له ننګرهار ولایت ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې لسګونه جنګیاليو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شوي.

چارواکي د تسلیم شویو داعشیانو شمېر ۶۳ تنه ښیي او په خبره یې، چې د قومي مخورو په هڅو د ننګرهار د استخباراتو ریاست ته تسلیم او پر خپلو تېرو کړنو يې پښيماني وښوده.

په ورته مهال قومي مخور وايي، چې یاد کسان د قومي تړون له مخې تسليم شوي؛ که له دې وروسته کومه تخريبي کړنه تر سره کړي؛ نو کور به يې سوځول کيږي او له سيمې به اېستل کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button