په هند کې له مسلمانانو سره ناوړه چلند او د هغوی ځورونه

موږ په دې لیکنه کې د نړیوال Far-Right د را څرګندیدو په اړه څیړنه کوو. البته، ولادیمیر پوتین؛ او په روسیه او ور هاخوا کې د Far-Right ډلو سره د هغه اړیکې هم تر څیړنې لاندې نیسو. موږ په خپله څیړنه کې د هنګري ویکتور اوربان او د فرانسې نوي ولسمشر مارین لو پین په څیر خلکو سره هم بحث کړی، چې د اونۍ په پای کې د فرانسې په ټاکنو کې له ۴۰٪ څخه ډیرې رایې ترلاسه کړې. دوی ټول پیژندل شوي او له یو بل سره تړلي خلک دي. مګر که تاسو فکر کوئ چې دا مشران بد دي، نو تاسو باید د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي په هکله وپوهیږئ. هغه او د هغه د Far-right هندو ملتپال ګوند، بي جي پي، د ورک شوي هندو سلطنت چې دوی ورته راشټر وایي جوړولو ته یې لیواله دي، دوی له ۲۰۱۴ کال راهیسې په واک کې دي، او دوی په ښکاره توګه د هندو ملتپاله ستراتیژیکې ایډیالوژۍ ملاتړ کوي. پوهان اوس په مستقیمه توګه هلته د نسل وژنې په اړه خبرداری ورکوي. له عیسویانو څخه تر مسلمانانو او له هغه څخه ور هاخوا اقلیتونه د خپل وجود لپاره تر ټولو لوی ګواښ سره مخ دي کله چې هند په ۱۹۴۷م کال کې د مهاتما ګاندي په مشرۍ خپلواکي ترلاسه کړه، ګاندي چې د ټولو ملتونو حقونو ته ژمن و او د خپلې همدې ایډیالوژۍ له امله په ۱۹۴۸ م کال کې د “ناتورام ګوډسي” په نوم د یو هندو افراطي لخوا ووژل شو.

ګوډسي د Far-Right هندو ملتپال نیمه نظامي رضاکار ګروپ پخوانی غړی و چې د “راشټریا سویم” سیوک سنګ – RSS په نومونو هم پیژندل کیده د مسلمانانو تر ټولو ستر دوښمن و او د هندو سخت دریځو په اشاره یې ګاندي و واژه ترڅو په دغه هیواد کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ دوښمني دوام وومي.
هو دقیقا! په ۱۹۲۵م کې تاسیس شوي، ځانګړې نظامي ډلې د موسولیني او هټلر د سیاست یوه برخه وه، د هندو ملتپالو یا سخت دریځو هندوانو د آر ایس ایس یو لوړ پوړي غړی په دې هکله لیکي: چې دوی څنګه د نازي آلمان څخه الهام اخیستی و چې “د نسل ویاړ په خپل لوړ حد کې وښیي او په هند کې هندو ځوانانو ته افراطي فکر ورکړي:افراطي ایډیالوژي چې RSS پورې تړلې ده یو ډول هندو بالادستي او ملتپالنه ده چې د هندوتوا په نوم هم پیژندل کیږي او د هندویزم له مذهب سره باید په ټکر کې نه وي.
هندوتوا د هندویزم په مذهب کې هغه افراطي مذهبي خوځښت دی، چې د مسلمانانو په ګډون د هر اسماني دین پیروانو سره سخته دوښمني لري.
د هندوتوا ایډیالوژۍ یوازې په هند کې نه بلکې د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هم پیروان لري.

د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي چې د ۱.۴ ملیارد نفوس لرونکي هیواد مشري په غاړه لري چې د متحده ایالاتو د نفوس شاوخوا څلور نیم برابره ده. هغه د لومړي وزیر په توګه بیا وټاکل شو او بیا هم هغه د اوږدې مودې لپاره په RSS کې تنظیم کونکی و او اوس د RSS سیاسي ګوند پورې تړلي – بی جے پی مشر دی. باید د حیرانتیا خبره نه وي چې مودي او د هغه ګوند، بی جے پی، د ۲۰۰۲ د وحشتناکو بلواوو په جریان کې د ګجرات ایالت مسؤل و.

هغه مهال هندوانو د ګجرات ایالت په ښارونو کې په مسلمانانو بریدونه وکړل. سره له دې چې پولیسو ته د ډزو له امله د وژلو امر صادر شوی وو خو په یوه کلي کې سخت دریځو هندوانو د مسلمانانو کورونه سوځولي او ۳۰ بې وسلې کسان یې وژلي و.

عیني شاهدان وايي چې پولیس ولاړ و او لیدل یې چې ګڼ خلک د مسلمانانو ملکیت پلورنځي، هوټلونه او رستورانتونه سوځوي. په یوه کلي کې ۲۷ مسلمانان هغه مهال ووژل شول چې قهرجنو خلکو د هغوی کورونه وسوځول. په یوه بل کلي کې ۷ تنه مسلمانان په یوه بیکرۍ کې سوځول شوي وو.

په ګجرات کې له ۲۰۰۲م کال راهیسې تر اوسه د ۱-۲ زرو ترمنځ د مسلمانانو لوی اکثریت خلک وژل شوي؛ پر ډېرو مسلمانو ښځو جنسي تېري هم شوي دي. لویدیځ څیړونکو دا د بی جے پی لخوا ملاتړ شوی یو اړخیز سیسټمیک پروګرام بللی دی. د بشري حقونو ډلې وایي، چې مودي او د هغه سیمه ییز حکومت په یادو ناکاره کړنو کې شریک وو.. حتی امریکا هم په هغه وخت کې مودي مجرم پیژندلی و، متحده ایالاتو ته یې د هغه په ورتګ بندیز لګولی و ، تر دې چې هغه په ۲۰۱۴ کې لومړی وزیر شو او بیا بیا یې امریکا ته سفرونه وکړل.

په ۲۰۱۵ بارک اوباما حتی د مودي د Time One Hundred Articles لیکلې وه او هغه یې یو ‘اصلاح کوونکی’ بللی و. که اوباما د مودي او هر هغه څه چې هغه یې استازیتوب کوي اصلي بڼه غوره کړه، ټرمپ هغه قربانګاه ته ورساوه او اړیکه یې وتړله، د نړۍ ترټولو لوی ډیموکراسۍ ته یې د Far-Right سیاست سره لا زیاته وده وکړه. دلته په هوسټن، ټیکساس کې، په زرګونو کسانو د ۲۰۱۹ هاوډي، مودي په لاریون کې چې د ټرمپ-مودي د مینې جشن کې برخه اخیستې وه.
“زه تاسو ته خپل ملګري، د هند دوست، د امریکا لوی ولسمشر – ښاغلی ډونالډ ټرمپ درپیژنم.

لومړی وزیر مودي د هند او د ټولو هندي خلکو لپاره واقعیا استثنایی دنده ترسره کوي.
د هند د ټولو خلکو لپاره؟ د ټولو لپاره؟
د هغه له راتګ راهیسې، کله چې مودي واک ته راغلی، د اقلیتونو په وړاندې د کرکې جرمونه خپل آخري حد ته پورته شوي. له دلیت څخه تر عیسویانو او تر ټولو ډیر د مسلمانانو په لور.
حتی غواګانې چې د هندوانو لپاره سپیڅلی څاروی بلل کېږي مسلمانان یې د ذبح کولو په جرم وژل شوي دي.

افراطي هندو پادریان د مسلمانو په ښځو د جنسي تیري غوښتنه کوي. بي بي سي په خپل یو راپور کې لیکلي: چې په هند کې د هندوانو له خوا پر مسلمانانو بې بنسټه بریدونه یو معمول ګرځېدلی دی. مګر داسې ښکاري چې د حکومت ملاتړ ورسره دی او تر اوسه هیڅ کوم هندو مذهبه مجرم نه دی محاکمه شوی.
تیره اونۍ، په ډیلي کې چارواکو د جومات هغه برخې ویجاړې کړې چې خلک پکې دننه وو او لسګونه کورونه او سوداګریزې ودانۍ یې ویجاړې کړې چې ډیری یې د مسلمانانو وې. د مودي حکومت دا ادعا هم کوي چې شاوخوا دوه ملیونه مسلمانان چې کورنۍ یې په اصل کې د بنګله دیش کې دي او نسلونه مخکې راغلي دي د هند حقیقي اتباع نه دي، او که دوی دا ثابت نه کړي چې دوی هندي اتباع دي نو حکومت به یې ترانزیتي کمپونو ته ولیږي.
دا هغه ډله ایز توقیف ځایونه دي چې د توقیف کمپونو په څیر او اوس هم پکې زرګونه مسلمانان د بندیانو په څېر ژوند کوي.

د هند د یوه مشهور خبري چینل سروې موندلې چې د مودي په مشرۍ د سیاستوالو څخه د کرکې وینا ۵۰٪ لوړه شوې. د مودي ښي لاس سړی، د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د ګاونډي بنګله دیش مهاجرین د ۲۰۱۹ کمپاین په لاریون کې د “دیمیت” په توګه تشریح کړل. یو سړی چې ممکن د لومړي وزیر په توګه د مودي ځای ناستی شي یوګي ادیتیا نات دی چې دا مهال د هند ترټولو لوی ایالت مسؤل دی ، چې نفوس یې نږدې د متحده ایالاتو اندازه لري. هغه وویل چې د هند لوړ پوړی مسلمان مشران له ترهګرو سره هیڅ توپیر نلري. هغه مسلمان وکیلان په هیواد کې د ویروس په ناروغۍ اخته بللي دي. د یوې څیړنې له مخې د ادیتیا نات په وینا کې د کرکې وینا او د هندوتوا ذکر کولو له سلو څخه ډیر مثالونه موندلي دي .

د تیر نومبر څخه تر فبروري پورې ، او دا یوازې بی جے پی نه ده ، د دسمبر په میاشت کې د بلې هندو ملتپالې ډلې مشرې پوجا شکون پانډي ته غوږ ونیسئ، دی وائ :

“موږ چمتو یو چې مسلمانان ووژنو، که څه هم له امله یې زندان ته لاړ شو.

دا یوه ښکاره خبره ده. یو یادونه چې کله موږ د Far-Right په اړه وغږیږو، دا یوازې سپین Far-Right نه دي. کله چې موږ د بالادستي ایډیالوژیو په اړه خبرې کوو، نه یوازې د سپینې واکمنۍ. یو نړیوال Far-Right غورځنګ شتون لري. هندوتوا د دې یوه برخه ده او په داسې حال کې چې په لویدیځ کې ځینې لیواله دي چې د دې نړۍ اوربان او لی پینس او پوتین غږ وکړي، ډیری یې د مودي په اړه یوه کلمه هم نه وايي. جو بایډن حتی د دسمبر په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د ډیموکراسۍ غونډې ته د هند لومړي وزیر ته بلنه ورکړه. غربي حکومتونه به په دې مسله څه خبرې وکړي؟ څومره نور هندي مسلمانان یا عیسویان باید مړه شي؟

مربوطه مطالب

Back to top button