د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د کابل د هوايي ډګر د ځمکنيو خدمتونو تړون لاسليک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت او د متحده عربي اماراتو د يوې کمپنۍ تر منځ د کابل د هوايي ډګر د ځمکنيو خدمتونو تړون لاسليک شو.
د افغان سرپرست حکومت مرستیال لومړي وزیر “ملا عبدالغني برادر” په همدې تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته وويل، د ياد تړون تر لاسليک وروسته به افغانستان ته پر سفر شته محدوديتونه لرې شي او دغه راز به افغانانو ته د اماراتو د ويزو ورکړه هم پيل شي.
د هوايي چلند ادارې تخنيکي مرستيال غلام جيلاني وفا وويل، د “ګاک” په نوم د عربي اماراتو دغه کمپنۍ به په خورا ښو شرایطو د کابل په هوايي ډګر کې ځمکني خدمتونه وړاندې کوي.
د نوموړي په خبره یادې کمپنۍ تر دې وړاندې هم د کابل په هوايي ډګر کې ځمکني خدمتونه وړاندې کول چې د تړون په غځيدو سره به يې افغانستان ته د لويو هوايي شرکتونو پروازونه بيا پيل شي.
د افغانستان د اسلامي امارت او ګاک کمپنۍ تر منځ لاسليک شوی تړون مشارکتي بڼه لري چې د خدمتونو لګښت يې له داخلي عوايدو پوره کيږي او ګټه يې د حکومت او کمپنۍ تر منځ ويشل کيږي.



