کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د جګړې له پیله یې تر اوسه پورې د اوکرایني ځواکونو اړوند ۱۰۰۰ الوتکې رانسکورې کړې دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند “ایګور کوناشنکوف” یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د روسي ځواکونو ځانګړي عملیات په ټول اوکراین کې په بریالیتوب سره مخ پر وړاندې روان دي او تر هغو به دوام کوي چې اوکراین یې ازاد کړی نه وي.
نوموړی چې د لومړي ځل لپاره یې د اوکراین جګړه کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې وویل: چې د دغې جګړې له پیله یې تر اوسه د اوکراین نږدې ۱۷۴ جنګي جیټ الوتکې، ۱۲۵ چورلکې، ۹۷۷ بې پیلوټه الوتکې، ۳۱۷ توغندویي سیستمونه، ۳۱۹۸ ټانکونه، ۴۰۱ راکټ انداز، ۱۶۲۲ توپخانه یې دستګاوې او ۳۰۷۷ پوځي ځانګړي موټرونه له منځه وړل شوي دي.















