کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د اوکراین ولسمشر زیلنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د روسیې له خوا په دغه هېواد کې جنګي جنایتونه ادامه لري.
د نوموړي په خبره، چې تر دې د مه یې د اوکراین د پلازمینې کېف په ګډون په بیلا بیلو ښارونو کې د روسیې ۱۸ زره جنګي جنایتونه ثبت کړي دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.
د زیلنسکي په خبره چې په دغو جنایتونو کې د شاوخوا ۶۰۰ ښکېلو کسانو دوسیې هم جوړې کړې دي چې تر ډېره روسي پوځیان او جنرالان پکې شامل دي.
زیلنسکي خبر ورکړی، چې هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې نوي شکایتونه هم ثبتېږي چې خلک د روسیې د جنګي جنایتونو په اړه معلومات ورسره شریکوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین بیا بیا له نړیوالو غوښتي چې د روسیې پر جنګي جنایتونو او ددوی له لوري پر ملکي مرګ ژوبله سترګې پټې نه کړي.


















