کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د اوکراین په بیلا بیلو ښارونو د روسیې هوایي او ځمکني بریدونه روان دي د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د روسیې سره يې په جګړه کې زرګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره هره ورځ یې په جګړه کې تر سلو سرتیري وژل کېږي او که د روسیې بریدونه همداسې روان وي ښایي د مرګ ژوبلې کچه کې نور هم هم زیاتوالی راشي.
د زیلنسکي په خبره د هېواد د ختیځو سیمو وضعیت یې د اندېښنې وړ او کړکېچن دی. او په خبره يې روسي ځواکونو خپل عملیات هلته پراخ کړي دي او هڅه کوي پر اوکرایني حکومت خپل فشارونه ډېر کړي.
په ورته مهال د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي چې دوی به د اوکراین پر وړاندې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي او دا یې د هېواد د امنیت لپاره مهم دي.


















