کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د اوکراین د دفاع وزیر ويلي بايد ډير ژر خپل هيواد د روسيې له يرغله خلاص کړي او په وينا يې چې د دې کار لپاره د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري. اولیکسي ریزنیکوف چې په سلواکیا کې یوې امنیتي غونډې ته د ویډیوکنفرانس له لارې وينا کوله ويلي، اوکرایني ځواکونه د خپل هېواد ازادولو ته ژمن دي خو په وينا يې چې دې موخې ته د رسېدو لپاره وسلو، ټانکونو، هوايي ځواک او د هوايي او سمندري بريدونو ضد وسلو ته اړتیا لري. د ريزنيکوف دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې امريکا او ګڼو لويديځو هيوادونو تر درې مياشتو ځنډ وروسته اوکراين ته د پرمختللو وسلو ورکړه پيل کړې او دغه راز يې د اوکرايني ځواکونو د تجهيز لپاره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت پلانونه تصويب کړي دي. د اوکراين د ملي دفاع وزارت ويلي، کريملېن يې په هيواد کې د جګړې اوږدول غواړي او په وينا يې چې که دا کار وشي ټوله نړۍ به له ستونزو سره مخ شي.


















