د نایجیریا په یوه کلیسا د وسله والو په برید کې ۵۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
له نایجیریا ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په وسله والو پر یوه کلیسا برید کړی چې په پایله کې یې پنځوس کسان وژل شوي دی.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو نن په نایجیریا کې د کاتولیک عیسویانو په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکو ډزې کړې دي چې پنځوس کسه یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
ځايي امنیتي چارواکي وایي چې دا پېښه خورا بوږنوونکې ده او دوی هڅه کوي د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
که څه هم تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی خو د نایجیریا حکومت دا قتل عام بللی دی او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې ژر ددغه پېښې عاملین ونیسي.



