کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د روسیې ولسمشر پوتین یوځل بیا غربي هېوادونو ته خبردرای ورکړی که له اوکراین سره مرستې ونه دروي په خپلو بریدونو کې به زیاتوالی راولي.
ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي که له اوکراین سره د غربي هېوادونو د توغندیو او نورو وسلو مرستې همداسې روانې وي نو دوی اړ دي چې ددغه هېواد پر وړاندې خپله جګړه پراخه کړي او پر لا ډېرو نظامي اقداماتو لاس پورې کړي.
له دې سره جوخت په پلازمینه کېف کې هم یو ځل بیا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي او روسي ځواکونو ویلي چې هلته یې اوکراین ته د ناټو نوي لېږل شوي ټانکونه په نښه کړي دي.
باید وویل شي چې دا تر څو اوونیو وروسته لومړی ځل دی، چې روسان یو ځل بیا پر پلازمینه کېف بریدونه کوي.

















