د هندي چارواکو ګستاخانه څرګندونې؛ د افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه دوام لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

د هند د واکمن ګوند د دوه چارواکو لخوا د اسلام د ستر پیغمبر او د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سپیڅلي ذات په اړه تر ګستاخانه څرګندونو وروسته د افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ غبرګونونه دوام لري.

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت ویاند او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د هندي چارواکو لخوا د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې په کلکو ټکو غندلې او له هندي حکومته یې غوښتي چې دغه ډول متعصبو اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې داسلام مبارک دین ته سپکاوي وکړي او دمسلمانانو احساسات را وپاروي.
د پاکستان لومړي وزیر میا محمد شهباز شریف او د پاکستاني پوځ ویاند هم د هند د واکمن “بي جي پي” ګوند د چارواکو لخوا د پیغمبر اسلام په سپیڅلي شان کې ګستاخانه الفاظ کارول له اسلام او مسلمانانو سره دوښمنې بللې او پلازمینه اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت د هندوستان سفیر احضار کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر یوې خبرې ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي” د مودي په مشرۍ د هند واکمن متعصب ملتپاله ګوند په پرله پسې توګه مذهبي ازادۍ تر پښو لاندې کوي، هند کې په مسلمانانو سخت ظلمونه روان دي نړیواله ټولنه دې د هند په افراطي او پارونکو کړونو سترګې نه پټوي.
د عمان لوی مفتي احمد بن حمد الخلیلي بیا هندي توکو سره د پریکون غوښتنه کړې ده او په خبره یې د بي جي پي د ویاند څرګندونو د مسلمانانو زړونه زخمي کړي او باید له ختیځه تر لویدیځه ټول مسلمانان متحد شي.
په ورته مهال د عربي هیوادونو په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې د هندوستان پر وړاندې سختې مظاهرې روانې دي او له هند سره د پریکون غوښتنې کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button