کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې له دغه ولایت څخه د ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت ممیز بهر ته صادر شوي دي.
د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي، چې له یاد ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې د پخوا په پر تله ډېر زیاتوالی راغلی او یوازې په تېر کال یو کې د څه باندې ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر ممیز بهر ته صادر شوي دي.
د سوداګریزو چارو شنونکي د کندهار ولایت څخه بهر ته د ممیزو پر صادراتو خوښ دي خو په خبره یې چې که چېرته په کور دننه د ممیزو او نورو میوو لپاره سړې خونې جوړې شي نو ګټه به یې د حاصلاتو پر وخت تر صادراتو څو برابره ډېره وي.


















