ژباړه ـ م عبید منیر
په اسلام کې عصري تعليم کوم ناغه بوټی نه دی ګڼل شوی، بلکې د اړتيا په کچه او د مراتبو په توپير سره يې د زدکړې هڅونه هم کړې. تر دې چې ځينو وختو کې خو يې پر زده کولو شابسی هم ويلی.
مثلاً: حضرت عمر رضي الله عنه وايي: تاسې د ستورو علم زده کړئ، څو د وچې او سمندر په ترږميو کې پرې لارې وپېژنئ. او په يو بل روايت کې راغلي، وايي: قومي شجرې زده کړئ، څو د هغه په واسطه صله رحمي او خپلوي وپالئ.
دغه راز؛ حافظ ابن کثير رحمه الله روايت کړی، وايي د نبي عليه السلام له خوا حضرت عروه ابن مسعود او حضرت غيلان يوازې د همدې لپاره «جرس» سيمې ته واستول شول، چې هلته دبابې، منجنيق او صنوبر زده او بيا مدينې ته راستانه شي، تر څو له هغو څخه د جګړې پر مهال کار واخيستل شي. همدارنګه حافظ ابن جرير رحمه الله روايت کوي، وايي نبي عليه السلام د کروندې د پرمختګ په موخه د مدينې خلکو ته د لا زياتې کرنې امر وکړ.
په يوۀ بل روايت کې راغلي چې عبدالله بن زبير رضي الله عنه سل مريان درلودل او د هر يوه جلا جلا ژبه وه، خو دی به د هر يوۀ پر ژبه پوهېدو. «الترتيب الادايه للکتاني»
حقيقت دا دی چې اسلام هر ډول علم او حکمت د مؤمن ورکه خزانه بولي (نو هر ځای يې چې مومي، همدی يې مالک دی) يو بل ځای کې نبي عليه السلام دا هم ويلي چې: من استطاع منکم ان ينفع اخاه فلينفعه. يعنې: هر څوک چې له تاسې نورو مسلمانانو وروڼو ته څه ګټه رسولی شي، نو خامخا دې ورسوي. «مسلم، ۲۱۹۹»
دغه راز په یو بل روایت کې راځي: ان الله عزوجل يحب العبد الحاذق في صنعته. ژباړه: بې شکه الله تعالی ته هغه بنده ګران وي، چې خپلو چارو کې ماهر وي. «قوت القلوب ج ۲ ص ۴۳۷» .
وايي چې مدينه منوره کې يو دوه کسه نامي طبيبان اوسېدل، د اسلام راتلو سره هغوی مسلمانان شول، خو د طبابت چارو سره يې مخه ښه وکړه، کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم پرې خبر شو، هغوی ته يې د خپل کار بيا پيلولو حکم وکړ. هغوی عرض وکړ: يا رسول الله! نو په دې کې څه خير شته؟ هغه مبارک ورته وفرمايل: پرته له شکه. ځکه هغه ذات چې ناروغي يې پيدا کړې، درمل يې هم ورته پيدا کړي او په څه کې يې چې شفا ايښې، هغه يې هم جوړ کړي.«الطب النبوي لابن نعيم».
يوه بله موقع کې له حضرت عطا رحمه الله څخه روايت دی، وايي کله چې د نبي عليه السلام زوی ابراهيم وفات او بيا دفن شو، نبي عليه السلام ته يې پر قبر کومه سوړه په نظر ورغله چې سمه نه وه پټه شوې، ويلې دا ځای زما په طبع برابر نه شو، ښه يې بند کړئ، ځکه الله تعالی غواړي، يو بنده چې څه کار کوي، نو بايد ښه يې تر سره کړي. «تاريخ المدينه، ج ۱ ص ۹۸» علامه مناوي رحمه الله د دې حديث په شرح کې ليکلي: پر هر صنعت کار لازمه ده، کوم فن چې الله تعالی ور زده کړی، هغه دې ښه په مهارت استعمال او خلکو ته د ګټې رسولو په نيت دې ښه تر سره کړي. او که څوک يې يوازې د خپل مهارت څرګندولو لپاره کوي، نو د يادې وړتيا له منځه تلو وېره يې ده.
بل ځای له زيد بن اسلم رضي الله عنه روايت دی، وايي د صحابه ؤ زمانه کې يو کس ژور ټپي او طبيب رابللو ته اړ شو، نو ژر يې د بنو انمار قبيلې دوه طبيبان وروغوښتل. نبي عليه السلام هم په دې موقع هلته موجود ؤ، نو دواړو ته يې وکتل او بيا يې وويل: ايکما اطبّ؟ تاسې کې کوم طبيب تکړه دی؟ «موطأ امام مالک، تعالج المريض ۱۲» په دې توګه له يادو مبارکو احاديثو ډېره ښه څرګنديږي، چې د نبي عليه السلام پر وړاندې د هغې زمانې علومو او فنونو څومره ارزښت درلود، دا يې هم ويلي چې ټولې ژبې الله تعالی پيدا کړې (نو د ټولو زدکړه او قدر په کار دی)
عصري تعليم او د مشرانو ويناوې:
مشهور حنفي فقيه علامه سرخسي ليکلي، چې حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه به د قرآن مجيد ترجمه په فارسي ژبه کوله. همدارنګه د صحابه ؤ زمانه کې دخالد بن يزيد بن معاويه رضي الله په غوښتنه علم نجوم، طب او کيميا پورې اړوند زياتره کتابونه (له نورو ژبو) عربي ته راترجمه شول.
همداراز يوه بله خاطره دا ده چې شيخ الهند مولانا محمود الحسن رحمه الله د مرګ پر بستر په (۱۹ اکتوبر ۱۹۱۰م) کال د مسلم ملي پوهنتون بنسټ کېښود، چې هماغلته يې د خپلې پرانيستونکې وينا پر مهال وويل: په تاسې کې ټول څېړونکي او با خبره اشخاص ښه پوهيږي، چې زما مشرانو کله هم د پردۍ ژبې پر زده کولو او نورو قومونو د پوهې او مهارتونو حاصلولو د کفر فتوا نه ده ورکړې. البته دومره خبره ده چې که څوک د انګريزي له زدکړې وروسته په داسې حال کې راستون شي، چې په نصرانيت رنګېدلی، الحادي نيوکو سره پر خپلو مذهبي وګړو ملنډې وهي او د بې دينه حکومت ننګه کوي، بيا نو يقيناً چې له داسې تعليم نه جاهل او ناخبره پاتې کیدل غوره دي. په دې اړه د شاه عبدالعزيز دهلوي رح فتوا هم دا ده چې کالج ته تلل او انګريزي زده کول د مذهبي لارښوونو له مخې بالکل جايز دي همدارنګه مولانا قاسم ناناتوي د خپل دارالعلوم ديوبند په درسي نصاب کې سانسکريت ژبه هم شامله کړې وه. تر دې چې يوه ورځ يې د اسنادو وېش په غونډه کې دا هم وويل چې که د دې مدرسې طالبان تر دې وروسته سرکاري مکتبونو ته ولاړ شي او هلته څه عصري علوم تر لاسه کړي، نو دا کارلدې امله ګټوردی چې ددیني علومو په اشاعت کې به مرستندوی ثابت شي
يو بل عالم مولانا مونګيري چې د حکيم سيد عبدالحی حسني بيانونه يې ليکل، يوه ليکنه کې وايي چې انګريزي هم داسې يوه ژبه ده، لکه ترکي، فارسي او پښتو. بيا آخر کې وايي چې که خدای کول تاسې به يوه ورځ په انګريزي ژبه کې هم ډېر ديني کتابونه وګورئ. «چند اهم علمی وفکری خطبات»
له ديوبند وروسته؛ اوس نشنل مسلم يونيورسټي (مسلم ملي پوهنتون) په هندوستان کې دوهم هغه ستر پوهنتون دی، چې خپله شيخ الهند رحمه الله يې د بنست ډبره ايښې. د يادو علماؤ له ډلې يو بل ستر شخصيت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله خو دا وخت د مسلمانانو لپاره انګريزي ژبه ان فرض کفايي بللې. لکه چې حضرت مولانا قاسم ناناتوي هم هغه مهال د انګريزي ژبې پر زدکړه ټينګار وکړ، کله چې د اسلام په هکله يې کوم انګرېز سره څه خبرې اترې کولې او ده ته څرګنده شوه، چې ترجمان يې په سمه توګه حق نه شي اداء کولی. ځکه يې وويل چې د علماؤ او اسلامي دعوتګرانو لپاره خپله زمانه کې له انګريزي ژبې څه نا څه واقفيت خورا ډېر اړين دی.
د پورتنيو لارښوونو په رڼا کې دا ډېره ضروري ده، چې موږ د خپلې ټولنې بچيانو ته له اعلی تر ادنی درجې تعليم ورکولو پر وړاندې هيڅ ډول خنډ مانع ونه ګڼو. تر دې چې که پر خپلو ګېډو تيږو تړلو ته اړتيا پېښه شي، تيږې وتړو، خو خپل بچيان باید له درس او تعليمه پاتې نه کړو.