د اسلامي امارت استازی د روسیې په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

په مسکو کې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د سفارت شارژدافیر به راتلونکې اونۍ د روسیې د “سنټ پیټرزبورګ” په ۲۵ مه نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

ټاس خبري آژانس خبر ورکړی، چې ټاکل شوې ده دغه سرمشریزه به د روانې جون میاشتې له ۱۵ مې تر ۱۸ مې په روسیه کې ترسره شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان سرپرست حکومت په استازیتوب مسکو کې د افغان سفارت شارژدافیر “جمال ناصر غروال” برخه واخلي.

د سینټ پیټرزبورګ دغه نړیواله کلنۍ سرمشریزه چې د روسیې د ولسمشر پوتین په استازیتوب جوړیږي او په ترڅ کې یې د روسیې او نړۍ د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګونو او د پانګونې په تګلارو خبرې کیږي.

باید وویل شي چې روسیه یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې په مسکو کې یې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د دیپلوماتانو حضور منلی او د افغانستان سفارت یې ورته سپارلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button