قطر وایي افغانستان سره به یې مرستې دوام لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

د قطر هیواد د امير د ملي امنيت سلاکار “محمد بن احمد المسند” د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان سره به یې مرستې دوام لري. د افغانستان مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر له المسند سره په لیدنه کې ویلي چې قطر کولی شي په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه قطري چارواکي او ورسره مل پلاوي له امیر خان متقي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره هم لیدلي. متقي هم د قطر د امير سلاکار ته د سياسي او ډیپلوماتيک ملاتړ، پانګونې، اقتصادي پياوړتيا، بشري مرستې او د نشه يي توکو پر ضد مبارزې په څېر هغه موارد روښانه کړي په کومو چې دوی فکر کوي قطر له افغانستان سره مرسته کولای شي.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وايي محمد بن احمد المسند ورته ویلي هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يو ملګري هیواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button