پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

زاړه ملګري مه خفه کوئ

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جون 17, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
42
ځلې شریک شوی
521
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

درنو مشرانو! نن تاسو په موقف کې یاست، ستاسو هر څه په وسه پوره دي او له تاسو به د هر څه پوښتنه کیږي، نو هیله کوو چې د زاړو ملګرو حال واخلئ، دوی ډېر مایوسه، خفه او تر سختو روحي او رواني تحدیدونو لاندې دي.
ستاسو ځینې ټیټ رتبه ملګري سختې بې احتیاطۍ او په ځینو مواردو کې تشنج کوي، ځانونه ښکاروي او غلطۍ کوي.
تاسو راعایان یاست نو د خپل رعیت پوښتنه ستاسو مسؤلیت دی.
دوی ډېر څه هېر کړي!
زه ده ته وایم چې: وا مشره ملګریه! ستا ټولې هغه شپې او ورځې هېرې شوې چې له خپل کور څخه به په تېښته او د بل په دروازه کې به زېړ رنګ وچې شونډې او ځوړند سر ولاړ وې.
پرون چې ته د کوم چا په دروازه کې انتظار وې (او هغه خپله کوټه له خپلو تنکیو نازولو ماشومانو او تورسرو څخه درته خالي کوله) نن همغه کس تاته د ملاقات نوبت نیولی او څو شپې کیږي چې په هوټل کې درته په تمه دی تر څو تا وویني خو بیا یې هم ستا د ملاقات شرف حاصل نکړ ځکه خو بېرته ناامیده کورته روان شو.
ویښ شه مشره !
دا موقف او دا قدرت دوام نشي کولای، په کومه څوکۍ چې نن تا تکیه لګولې تر تا پیاوړي کسان یې وخوړل نو ځکه خو ستا نه، بلکې له تا سره اوس امانته ده.
ته او خدای که خو به له ځان سره لږ فکر کولو ته وخت نه ورکوې!
مشره! ستا دې پر الله قسم وي چې په تېرو شلو کلونو کې به څو واره سنګر ته تللی وې! آیا د جګړې په لومړیو لیکو که به ته وې که هغه ملګري دې چې نن ستا لیدنه ورته د (ط) ټکی شوه.
مهاجره مشره تاته هم وایم ! ستا دې پر الله قسم وي چې تا په تېرو شلو کلونو کې چاپه لیدلې، زوی یا لور دې شهیدان شوي له وحشي غربيانو سره په جګړه کې مخامخ شوی یې؟ که نه خپلې څپلۍ دې خرڅولې او یا دې د بړستنو تجارت کاوه، مګر نن ستا لیدل ستا همغه مجاهد ته د پامیر او بابا څوکو ته ختل شول چې ته به خبر نه وې او ده به د غربي ټانګونو ټوټې له ورېځو هم تېرې کړې وې.
ولې ستا ماشومان حافظان او عالمان شول مګر ستا د ملګري نازولي یا له خاورو لاندې شوي او یا بې علمه پاتې شول.
ستا دې پر الله قسم وي ریښتیا ووایه! په تېرو شلو کلونو کې دې کوم وخت پوره پنځه ورځې اوړه خلاص شوي؟
ګوره مشره! له الله نه ووېرېږه او داسې فکر مه کوه چې بیا به نه محتاجېږې د الله پاک سنت داسې دي چې ګدا ته پاچاهي ورکوي او پاچاهان ګدایۍ ته اړباسي، بیا هم خواست درته کوم چې د سنګر او د ممبر ملګري دې مه هېروه، د چاپو او د منډو ملګري مه هېروه، د سختو ورځو ملګري دې نن آسانه ورځو ته هم در وغواړه، که یې درغواړې نه هم خیر دی! مګر د ملاقات لارې خو یې نو مه بندوه او دومره تکبر خو مه کوه.
هغه به محتاج وي، یتیمان به یې وږي وي، څوک به ظلم پرې کوي او یا به له هغه چا څخه تحدید شوی وي چې تا یې دښمنۍ ته اړ کړی.
ټول مشران نه یادووم! په دوی کې داسې مجاهدین او مبارزین شته چې هم یې دلۍ دلۍ شهیدان ورکړي، هم یې پر خپلو ځانونو د مرمیو او چرو نښې شته، د چا پښې نشته، د چا لاسونه، سترګې او داسې نور اندامونه؛ نو هغوی ته مو سلام دی، زه فقط دا مفتخواره یادوم.
وا مشرانو! دا شوخ څڼیوور چې نن یې تاسو انځورونه مېډیا ته ورکوئ او خلکو ته یې آبرو وړئ -دوی همغه لېوني دي چې په غربي الوتکو به یې د کلاشینکوف ډزې کولې، دوی ښه پوهېدل چې مرمۍ یې نه و رسېیږي او تر ګټې یې زیان ډېر دی، خو زوړونو به یې صبر نشوای کولای او بل څه به ورسره نه وو.
زه شخصاً د اوږدو څڼو مخالف یم او لنډې هم نه لرم، مګر دغه کشران همغه لېوني دي چې غربي استکبار یې مات کړ او د هغوی څوکۍ یې تاسوته ترې واخیستې.
هو دا کار همدغو لېونو وکړ او هغو لېونو؛ چې لولپه شول! تا نو څه توره کړې.
ته چې نن د ده وېښتان په عام محضر کې قیچي کوې، دا نه ستا له شان سره ښایي او نه خو د ده حق دا دی.
ښه خبره ده! وېښتان یې ورلنډ کړه خو دا کار پټ ورسره وکړه.
ګوره! زه قسم کوم که هغه د شمال لنډغر یو وار بیا راپورته شول نو ته به تښی وې او همدغه څڼيوور لېونی به ورسره لاس او ګرېوان وې.
دی خړو ګردونو وهلی، مست دی، سرشار دی، لېونی دی خو مجاهد او د میدان سړی دی، مګر ته؟
بله واوره! ته هم مهرباني وکړه، دا صورت خو دې لږ پر سنتو برابر کړه سیرت خو دې الله ته معلوم دی.
ته په تېرو شلو کلونو کې آرام ویده کېدلې مګر دی به د شپې ویښ او د ورځې به چېرې د کومې پولې خوا ته پروت وو، تیږه به یې تر سر لاندې کړې وه.
زه دې وینم او ښه دې پېژنم چې له ځان څخه دې خپل، خپلوان او هغه کسان درتاو کړي چې هملته به یې شناخت ؤ درسره، هملته! (چېرې چې ته له خپلو بچو سره آرام اوسېدلې او خپل تجارت دې کاوه) مګر هغه ستا په امر به یې چې ځان لمبو ته اچولو نن ستا لیدل ورته د یوه پیري لیدل شول.
ښه راته معلوم یې چې خپل اربکیان دې د مجاهدینو په نوم درسره ساتلي او خلکو ته وایې چې دوی زما نفوذیان وو، نن دې فقط ګیرې ورپوره کړې او د ډلګۍ تائید یې هم تا په پخوانۍ امضا او اوسنۍ ټاپه ورکړی ، له خدایه وډار شه موږ پوهیږو چې خر همغه خر دی فقط کته دې بله پرې ایښې ده خو له پخواني ملګري سره دې بیا اړیکې پرې کړې دي، که فورم درولیږي نو خامخا وایې چې دا زما ملګری نه ؤ او نه دی.
اې تکه سپینه، نرمه ګرمه مشره! هغه تور سوي او خړ پړ ملګري مه هېروه.
سنګر او داسې د شیدو مټې او ډډ بډ غومبوري بیخي سره لیرې دي نو ټول پوهیږو چې (تورې ترپلې چا وکړې او غوړې لمړۍ چا) خیر موږ نیت نه بدوو! دا نرمې څوکۍ دې تاسو ته مبارکې وي خو هیله مو دا ده چې له الله نه وېره وکړئ بې ځایه بریتونه مه تاووئ کار ستاسو ملګرو کړئ او غورې پرړې تاسو ولئ.
نوټ: ما هم هېڅ توره نه ده کړې او نه د ځان لپاره څه غواړم، ماته خپله برخه رسېدلې ده خو قسم پر الله کوم چې د سنګر پر ملګرو بیخي ډېر خفه شوی یم او هر څه مې چې لیکلي دا زما له کشرانو ملګرو سره د خواخوږئ او پر دوی د زړي سوي له امله دي نه ستاسو سره د عناد یا تعصب له وجهې.

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

لوی ټکي: زاړهکوئملګريمه خفه
مخکینې مطلب

د «امپراتور پرتوي راج» فلم یوه بله دسیسه، چې افغانان د یرغلګرو، بې اصولو او بدو کرکټرونو په توګه انځوروي

بل مطلب

اوکراین سره د بریتانیا ژمنه؛ بریا ته تر رسېدو پورې درسره یو

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com