د نجونو ښونځیو تړل کېدو ته غبرګون؛ ملګرو ملتونو په دوه افغان چارواکو سفري بندیزونه ولګول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د نجونو ښونځیو تړل کېدو ته په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت په دوه لوړ پوړو چارواکو سفري بندیزونه لګولي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې ، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د افغانستان “اسلامي امارت” د لوړو زده کړو وزارت سرپرست “عبدالباقي حقاني” او د پوهنې وزارت معیین “سعید احمد شهیدخېل” ممنوع السفر اعلان کړي خو د اسلامي امارت د ۱۳ مشرانو د سفر د بندیز معافیت یې د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی.
د پوهنې وزارت پر معیین شهیدخېل له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو او پر حقاني بیا، په تحصیلي سیستم کې د محدودیتونو وضع کولو له کبله دا بندیزونه وضع شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې عبدالباقي حقاني ترکیې ته په رسمي تللی او
اسلامي امارت هم تر اوسه د ملګرو ملتونو وروستي اقدام ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
باید وویل شي چې اسلامي امارت بیا، بیا ویلي، چې د نجونو له زده کړو سره کوم مشکل نه لري او ژمنه یې کړې ده چې ډېر ژر به د نجونو پر مخ د ښونځیو در وازې پرانیزي.



