امریکایان وایي دیموکراسي به له کړنګونو ګوزار شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

دیموکراسی یوازې شعار نه دی، بلکې سیاستوال یې باید په عمل کې ثابته کړي او شته مسئلې حل کړي.
سی ان ان تلویزیوني شبکې په یوه راپور کې د یوې سروې ارقام خپاره کړی او ویلی یې دي ،چې ۵۵ سلنه ډیموکراټان او ۵۳ سلنه جمهوری غوښتونکي پر دې باور دی ،چې په راتلونکې کې دیموکراسۍ له منځه تللې ښکاري.
په همدې حال کې یو شمېر نور بیا چې هېڅ سیاسي تړاو له چا سره نه لري هغوی هم ورته باور لري او یوازې ۲۵ سلنه امریکایان د دیموکراسۍ ناکامېدل له امکانه لرې بولي.
راپور کاږي چې د دیموکراسۍ د له منځه تللو نښې نښانې له دې ځایه هم څرګندېږي ،چې خلک وایي، کله چې امریکایي سیاستوال په خپلې دیموکراسۍ کې د کرونا وبا مخه نه شي نیولی، د پیسو پړسوب نه شي حل کولی، د ډزو پېښې نه شی کنټرولولی او د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شی ویلی، نو بیا داسې ډیموکراسۍ ته څه اړتیا ده.

مربوطه مطالب

Back to top button