افغان سفير له چينايي چارواکو سره د اریانا هوايي شرکت د پروازونو په بیا پیل او ځينو نورو موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، په چین کې د ا.ا امارت د سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د هیوادونو د څانګې مشر شو هان تیَن سره ولیدل.
په چين کې افغان سفارت وايي، په ملاقات کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ چین ته د اریانا هوايي شرکت د پروازونو په بیا پیل، په کابل کې افغان تجارانو ته د ویزو په صدور او د چین په پوهنتونو کې د شاملو افغان محصلینو په حضوري درسونو او بیرته ګرځیدلو باندې ګټورې خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې، ډیره هیله مندي شته چې په لنډه موده کې په یادو برخو کې د مثبت پرمختګ شاهدان واوسو.


