کنړ: پر يوه کور د ډبرين دېوال لوېدو پېښه کې ۶ تنه مړه او ۹ ټپيان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د راپورنو له مخې، کنړ کې پر يوه کور د ډبرين دېوال لوېدو له امله پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کنړ چارواکي وايي، دا پېښه نن سهار نهه بجې ‏د ‎کونړ د مرکز اسعد آباد په کړمار سیمه کې رامنځته شوې ده.

د اسعداباد د يوه اوسېدونکي محمد نعيم په وينا، يو ډبرين دېوال پر يوه کور رالوېدلې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په پېښه کې د دوو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې د زلزلې له امله سلګونه کورونه ويجاړ شوي چې شاوخوا زر تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button