د سراج الدین حقاني په ګډون لوړ پوړي افغان چارواکي پکتیکا ته تللي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر “خلیفه سراج الدین حقاني” او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي زلزلې ځپلي پکتیکا ولایت ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرچینې تاییدوي چې ملا سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوی په پکتیکا ولایت کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د اغېزمنو شویو کسانو سره د لیدنې او دغه راز زلزله ځپلو سره د مرستو د څارنې په موخه ځپل شوې سیمې ته تللی دی.

کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته ویلي، چې نوموړی به له زلزله ځپلو هیوادوالو سره د مرستې او ژغورنې چارې له نږدې وڅاري.

باید وویل شي چې د وړمې شپې د زورورې زلزلې له کبله تر دې دمه د ۱۰۰۰ تنو مړینه او د ۱۵۰۰ نورو د ټپي کېدل تایید شوي؛ خو ګڼ کسان لا هم تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button