د فلسطین حماس غورځنګ افغان زلزله ځپلو سره خواخوږي وښوده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د فلسطین حماس اسلامي غورځنګ افغانستان کې د وړمې ورځې خونړۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې.
د حماس غورځنګ ویاند “ابوعبیده” پر خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي: د اسلامي مقاومت “حماس” غورځنګ او ټول فلسطیني ولس په استازیتوب د “افغانستان اسلامي امارت” مشرتابه او خلکو ته د افغانستان د جنوب ختیځ پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وړمې ورځې د خونړۍ زلزلې له امله، چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو.
الله تعالی جل جلاله دې د قربانیانو په حال رحم وکړي او ټپیانو ته دې رب متعال عاجله روغتیا ورکړي.
باید وویل شي چې د وړمې شپې د زورورې زلزلې له کبله تر دې دمه د ۱۵۰۰ تنو مړینه او د ۲۰۰۰ نورو د ټپي کېدل تایید شوي؛ خو ګڼ کسان لا هم تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.



