رئیس الوزرا سره د شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ پاکستان افغانستان ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزرا “ملا محمد حسن اخند” سره نن ماښام په تلیفوني خبرې کړې او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د وړمې شپې د خونړۍ زلزلې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه د خپل حکومت او ولس په استازیتوب خواشینې ښودلې او اسلامي امارت ته یې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر ښاغلي شریف وویل: په دې سخت وخت کې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ یوو او له ټپیانو سره د بیړنۍ مرستې لپاره مو د انګور اډې او غلام بندر دروازې د هغوی پرمخ پرانېستې دي.

د نوموړي په خبره له پېښې وروسته سیمې ته زموږ د مرستې لړمړۍ بسته رسېدلې او اړوندو ارګانونو ته مې دنده سپارلې چې نور د اړتیا توکي هم برابر او هر څه ژر هلته ورسوي.

ښاغلي شریف دغه راز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د بیا رغونې لپاره به په نړیوال سټیج د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا “ملا محمد حسن اخند” د پاکستان د لومړي وزیر له غمشریکۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: دا چې په دې سخت وخت کې پاکستان د یو مسلمان ورور هیواد په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی موږ یې قدرداني کوو:.

افغان لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې افغانستان دا مهال له سختو حالاتو تیریږي او په نړیوالو، سیمه اییزو هیوادونو او مرستندویه بنسټونو یې غږ کړی، چې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره دی بیړنۍ مرستې وکړي.

باید وویل شي چې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې درانه ځاني- مالي زیانونه اړولي او د وروستیو راپورونو له مخې د مړو شویو کسانو شمېره ۱۵۰۰ ته او د ټپیانو نږدې ۲۰۰۰ ته رسېدلې ده او ګڼ شمېر خلک لا هم ویجاړو شویو ودانیو کې بند پاتې دي چې مرستندویه ډلې یې د ژغورلو هڅې کوي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېرو کې زیاتوالی راشي.

مربوطه مطالب

Back to top button