کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
له اوکراین ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د روسیې جنګي الوتکو نن سهار وختي یوځل بیا پر پلازمینه کېیف هوايي بریدونه کړي.
د کېیف ښارول “ویتالي کلیتشکو” رسنیو ته ویلي، چې دغه بریدونه د پلازمینې اړوند “شیوچینکي” په سیمه کې ترسره شوي، چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره په بریدونو کې د یو پوهنتون په ګډون ملکي ځایونه په نښه شوي؛ خو د روسیې دفاع وزارت وایي بریدونه یې د اوکرایني ځواکونو پر یو روزنیز مرکز او د هغو توغندیو په ډیپوګانو کړي، چې په دې وروستیو کې امریکا او کراین ته ورکړي وو.
باید وویل شي چې دا له تېرو دوه اوونیو راهیسې لومړی ځل دی چې روسیه د اوکراین پر پلازمینه کېیف هوایي بریدونه کوي.


















