د جي اووه هیوادونو غونډه؛ د روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز ولګېد

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
جي اووه؛ د روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز ولګېد
د نړۍ اوو شتمنو هېوادونو د روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز ولګاوه.
د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو مشرانو پرون په آلمان کې خپله غونډه پر روسیه په تازه بندیزونو پيل کړه. په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې له دې وروسته به د روسیې سره زر نه وارېدېږي.
امریکا وایي چې د روسیې سره زر ددغه هېواد دویمه ستره عایداتي سرچینه ده، چې ستر واردېدوونکي یې هم اووه صنعتي هېوادونه دي.
روسیه دمګړی د نړۍ پنځه سلنه سره زر تولیدوي چې نوي سلنه یې اوو صنعتي هېوادونو په تېره برېتانیا ته صادرېږي.
د غونډې ګډونوال وایي د نورو بندیزونو پلان هم لري.
باید وویل شي چې د جي اووه هیوادونو مشران داسې مهال د روسیې د سرو زرو په ورارداتو د بندیزونو پریکړه کوي، چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او ګڼ لوی او واړه ښارونه یې له اوکرایني ځواکونو څخه نیولي دي.



